قرآن کریم - پښتو
Icon قرآن کریم - پښتو

قرآن کریم - پښتو

by Blue Programing

🎧د مسلمانانو سپیڅلی کتاب ، د خدای سبحانه وتعالی لخوا په قرآن کریم ژباړل شوی.🔊

App Nameقرآن کریم - پښتو
DeveloperBlue Programing
CategoryEducation
Download Size47 MB
Latest Version1.0.0
Average Rating4.33
Rating Count123
Google PlayDownload
AppBrainDownload قرآن کریم - پښتو Android app
Screenshot قرآن کریم - پښتو
Screenshot قرآن کریم - پښتو
Screenshot قرآن کریم - پښتو
Screenshot قرآن کریم - پښتو
قرآن كريم يا قرآن مجيد يا قرآن عظيم د مسلمانانو سپېڅلې كتاب دى، چې د څښتن تعالى له لورې په گران نبي آخرزمان صلى الله عليه وسلم باندې د جبرييل امين عليه السلام په واسطه په عربي ژبه لفظ اومعنى سره، په تواتر سره منقول د ۲۳ كلونو په موده كې د ټول بشريت د لارښوونې لپاره رانازل شوې دى. او دا قرآن يوه لويه معجزه ده، چې د قيامت تر ورځې پورې به د رسول الله صلى الله عليه وسلم په استازيتوب او رسالت باندې گواهي وركوي. ټولې كفري نړۍ ته چلېنج وركوي، كه هغه انسان وي، كه شيطان يا پېرې ترڅو ددې په څېر يو بل كتاب راوړي، او يا هم د يوه سورت په څېر كوم څه راوړي. مگر دوي لدې څخه هم عاجزه پاتې شول. ځښتن تعالى دوي ته وخت پروخت چلېنجونه وركړي ترڅو پدوي روښانه كړي چې دوي دا كار نشي كولاى. د (الاسراء) په سورت كې داسې فرمايي:

ژباړه: (او ووايه (اى پېغمبره) كه چېرې انسانان او پېريان سره راټول شي، ترڅو ددې قرآن په څېر راوړي، نو دوي به ونكړاى شي كه څه هم يو له بل سره مرسته وكړي)
د قرآن كريم د نازلېدو شان ته وحې وايي. په قرآن كريم كې تر نن ورځې پورې د الله په فضل او ساتنې سره كومه لاسوهنه (كمښت يا ډېرښت) ندې شوې. دا د نړۍ لومړې لرغونې كتاب دى، چې د انساني لاسونو څخه خوندي پاتې شوې او د قيامت تر ورځې پورې به د څښتن تعالى په ساتنه خوندي وي. په نړۍ كې په ورځني دول په مليونونو ټوكه چاپېدونكي الهي كتاب كې تر نن ورځې پورې كوم بدلون نه دى راغلى. ددې ټولو چاپكېدونكو كتابونو متن يو شان وي. قرآن يواځينې كتاب دى، چې په نړۍ كې يې په مليونونو حافظان شته (داسې كسان چې په يادو يې زده كړې دى). قرآن كريم د نورو الهي كتابونو لكه تورات، زبور او انجيل ذكر شته كوم چې په پخوانيو نبيانو او رسولانو نازل شوي ول

Recent changes:
Added Geolocation Permissions

More apps from the developer

Related Apps

More Apps like قرآن کریم - پښتو